انټونيو ګوټرېش: لبنان د بشپړ جنګ د پېښېدو پر ژۍ ولاړ دی
CGTN2024/10/09 10:35:53
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اکتوبر په ۸مې نېټې رسنيو ته ويلي، چې لبنان اوسمهال د پوره جنګ د پېښېدو پر څنډې ولاړ دی او په وينا یې، نړیواله ټولنه لا هم وخت لري، چې د دغه جنګ مخه ونيسي. 

ګوټرېش ويلي،‌ له تېر کال راهيسې پر لبنان د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله دوه زره کسان وژل شوي، چې په دې جملې کې يې ۱۵۰۰  کسان یوازې په تېرې يوې اوونۍ کې وژل شوي.

 لبناني رسنيو خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د اسرائيلي ځواکونو د بريدونو له امله څه باندې يو ميلیون کسان بې ځايه شوي او ۳۰۰ زرو  لبنانيانو سوريې ته پنا وړې ده.

د اسرائيل په شمال کې  بیا څه باندې ۶۰ زره کسان بې ځايه شوي دي.

ګوټرېش ويلي، نړیواله ټولنه په غزې تړانګې او لبنان کې د بيړني اوربند غوښتنه کوي او د شخړو ښکېلې خواوې باید له شرط پرته بنديان خوشي کړي او‌ اړمنو خلکو ته باید د مرستو رسونې زمينه برابره کړي.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل مسئلې د هواري لپاره باید د دوو هېوادونو طرحه پلې شي.