د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د مرکزي پلاوي مشر هه لي فنګ د اکتوبر په ۷مې نېټې د همدغه پلاوي په مشرۍ د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د توليد او ابادۍ يونټ له اړوند شي هه ځه ښار څخه ليدنه وکړه.
د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د ۱۹۵۴م کال په اکتوبر کې پرېکړه وکړه، چې په شينجيانګ کې د میشتو ملي ولسي بښونکو ځواکونو ټول غړي له پوځ څخه د سیمې د نورو سکټورونو پوستونو ته وليږي او د پي ايل اې اړوند د شينجيانګ د توليد او ابادۍ يونټ جوړ کړي.
ياد يونټ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې خپل ماموريت ته ژمن پاتې شوی او د شينجیانګ د پرمختګ د هڅولو، د قومونو د يو موټي کولو، د ټولنيز ثبات د ساتلو او د هېواد د سرحدي سيمو د خونديتوب لپاره يې ډېر خدمتونه کړي دي.