د اسيان ۴۴مه او ۴۵مه سرمشريزه د اکتوبر د نهمې نېټې په سهار د لاوس په پلازمېنې وينتيان کې پرانيستل شوه، چې پکې د اسيان غړو هيوادونو، د خبرو اترو شریکانو او څارونکو هیوادونو په ګډون د څه باندې شلو هېوادونو مشرانو او د ملګرو ملتونو په شمول د نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.
دغه درې ورځنۍ سرمشريزه به تر ۱۱مې نېټې پورې دوام ولري او د خبرو منځپانګه یې پر دغې موضوع "د اړيکو او انعطاف پياوړتيا" ورټوله ده.
د سرمشريزې برخوال به د اوسنيو نړيوالو اقتصادي، سياسي او امنيتي ننګونو پر وړاندې د اسيان غړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، همکاريو او اقتصادي پايښت د پياوړتيا په باب بحثونه وکړي.