د چین سوداګرۍ وزیر وانګ ون تاو د اکتوبر په ۸مې نېټې له خپلې امریکايي سیالۍ ګینا ریمونډو سره ټلفوني خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو د سانفرانسیسکو موافقو په چوکاټ کې یې ورسره د اقتصادي او سوداګریزو مسئلو پر هواري بحث کړی دی.
وانګ ون تاو له ګينا ريمونډو سره په خبرو کې د سيمي کنډکټر او انټرنیټي تکنالوژۍ لرونکو موټرو په شمول ځینو سوداګريزو چارو کې پر چیني تصدیو د امریکا نامناسبو بندیزونو ته جدي پاملرنه کړې او د اقتصاد او سوداګرۍ د چارو او دولتي امنیت د سرحدونو ښه پېژندل يې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو همکاريو د ګټورو تګلارو لپاره ډېر مهم بللي دي.
نوموړي ويلي، امریکا باید د چیني تصدیو د پاملرنې وړ موضوعاتو ته پاملرنه وکړي او په نږدې وختونو کې باید پر چیني تصدیو نامناسب بندیزونه لغوه او په خپل هېواد کې د چینايي تصدیو د پانګونې لپاره ګټوره زمینه برابره کړي.