امنيت شورا په کراچۍ کې ترهګريز بريد وغانده
CGTN2024/10/09 10:30:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د اکتوبر په ۸ مې نېټې په يوې اعلاميې کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هغه ترهګريز بريد، چې د روانې مياشتې په ۶ مې نېټې د دې ښار نړيوال هوايي ډګر ته نږدې وشو او دوه چينايان او يو پاکستانی پکې ووژل شول، په کلکو ټکو غندلی دی.

اعلاميې کې ويل شوي، هر ډول تروریزم د نړۍ سولې او امنيت ته ګواښ پېښوي او بريدګر، پلان جوړونکي او  ورسره مالي مرسته کوونکي او پلويان يې باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.