د اسرائيل صدراعظم بنيامين نېتانياهو د اکتوبر د ۸مې نېټې په شپه په يوه ویډیویي پيغام کې ويلي، چې ځواکونو یې د لبنان د حزب الله د مشر نصرالله حسن ځايناستی وژلی دی.
نوموړي ادعا کړې، چې ځواکونو يې د لبنان حزب الله له پښو غورځولی او زرګونه وسله وال یې ور وژلي دي.
نېتانياهو په خپلې وینا کې د نصرالله حسن د ځایناستي نوم نه دی یاد کړی، خو ځينو اسرائيلي رسنیو د نصرالله حسن د ځایناستي نوم هاشم صفي الدين ښودلی دی.
حزب الله تراوسه د هاشم صفي الدین د مړينې په اړه هیڅ نه دي ويلي.