د اغېزمنو تګلارو پلي کول د لوړ کيفيت پراختيا ته ژمنتيا ښيي
CMG2024/10/09 16:35:13
شريکول:

د ۲۰۲۴م کال د اکټوبر په اتمې نېټې، د دولتي شورا معلوماتي ادارې په يوه خبري کنفرانس کې د اضافي پاليسو د يوې ټولګې پلي کول اعلان کړل. د اعلان شويو اضافي پاليسيو موخه دا ده چې د اقتصادي بيارغونې او پراختيا بهير ګړندی شي. دا پاليسۍ پر پنځو مهمو برخو متمرکزې دي: د سايکل ضد لويو اقتصادي سياستونو د تعديل تقويه کول، د کورنۍ تقاضا اغېزناک لوړول، د کاروبارونو د ملاتړ ډيرول، د املاکو د بازار باثباته کول او د پانګې د بازار تقويه کول.

يادو اقداماتو په پراخه کچه د اقتصادي فعالانو او عامو خلکو پاملرنه ورجلب کړې او تمه ده چې د پايدارې اقتصادي ودې او پراختيا سبب به شي. د ترسره شوي خبري کنفرانس اساسي اړخونه په څلورو مهمو ټکو کې خلاصه کېدای شي.

تر ټولو لومړی ټکی یې ثبات دی. په داسې حال کې چې په روان کال کې تر دوو کلونو ډيره موده پاتې ده او د کال په لومړۍ نيمايي کې د اقتصادي ثابتې ودې کچې پنځه سلنه وه، د اضافي پاليسيو په پلي کېدو سره به د اقتصادي ودې کچه د ټول کال لپاره له پنځه سلنې واوړي. پر دې سربېره، ثبات د ۱۴م پنځه کلن پلان د موخو په ترلاسه کېدو کې هم مرسته کړې ده. د روان پنځه کلن پلان پای ته رسېدو ته يو کال موده پاتې ده او د اضافي پاليسيو په پلي کېدو سره به د ۱۴م پنځه کلن پلان د ټولو موخو تحقق هم يقیني شي او د ۱۵م پنځه کلن پلان لپاره به پوځ بنسټ کېښودل شي.

دويم کليدي ټکی مثمريت دی چې د سپټمبر په ۲۶مه نېټه د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو په غونډه کې د اضافي پاليسيو د پليتابه له وړانديزه نيولې بيا د دولتي شورا د معلوماتو د ادارې په کنفرانس کې د يادو پاليسيو د پليتابه تر اعلان پورې ټول اقدامات پکې شامليږي. دې ټولې پروسې يوازې دولس ورځې وخت نيولی چې نه يوازې د چين حکومت د لوړې کچې مثمريت ښيي بلکې د لوړ کيفيت پراختيا ته يې ژمنتيا هم ترې ډاګيزه کيږي. تمه ده چې د اضافي پاليسيو د پليتابه اغېز به په راتلونکو څو مياشتو کې ثابت شي.

پر دې ټولو سربېره، د زياتېدونکو پاليسو په ټولګه کې د باکيفيته اقتصادي ودې پر تقويه کولو هم د پام وړ ټينګار شوی دی. د لوی اقتصاد د لوړ کيفيت ودې لپاره د مختلفو اقتصادي فعالانو برياليتوب اړين دی. له همدې کبله په خبري کنفرانس کې د داسې پاليسيو ټولګه هم اعلان شوه چې پر بنسټ یې د کاروبارو ملاتړ کيږي او کاروباري چاپېريال پرې ښه کيږي. دې موخې ته د رسېدو لپاره د بازار د لا ډېرې پرانيستې او په توليدي سکټور کې پر بهرنيو پانګوالو د محدودويتونو د کمولو لپاره اقدامات شوي. له کاروباريانو سره د ننګونو په پېژندلو او هوارولو، د لګښتونو په کمولو او د مالي ستونزو په له منځه وړلو کې مرسته شوې ده.

همغږي بل مهم ټکی دی چې انکار نه شي ترې کېدای. د اضافي پالیسيو ټولګه يو جامع او سيستماتيک اقدام دی. په غونډه کې په څو مهمو برخو کې لا ډيرې همغږۍ ته پر اړتيا ټينګار وشو چې له لوړ کيفيت انکشاف سره د لوړې کچې د امنيت له انطباق او د مالي، مالياتي، مصرفي او پانګونې په چارو، د املاکو او سټاک په بازارونو او د کارموندنې په چارو کې د لا ډير نظم له راوستلو څخه عبارت دي.

د غونډې له لحن څخه داسې ښکاري چې د اضافي پاليسيو پلي کېدل يو لنډمهاله اقدام نه دی بلکې د لوړ کيفيت انکشاف او پراختيا لپاره د اقتصادي بيارغونې  د تقويې اوږدمهاله چوکاټ دی.

په وروستيو کلونو کې د چين اقتصاد د چټکې  ودې له مرحلې څخه د لوړ کیفيت مرحلې ته اوښتی او اړتيا ده چې د اړتيا وړ سياستونه یې هم له مقداري پراختيا څخه کيفي پراختيا ته بدل شي.  په خبري کنفرانس کې د چين د لوړ کيفيت اقتصادي ودې لپاره هم مهم بريد وټاکل شو.

د زياتېدونکو پاليسيو له پلي کېدو سره هممهاله د يادو پاليسيو د اغېزې ارزولو د دوامدار بهير پيلول هم اړين دي. دا هم اړينه ده چې د عوامو او کاروباريانو اندېښنو ته پر وخت سره ځواب وويل شي او دا يقيني شي چې د پاليسيو د پليتابه منفعت ټولو ته د درک او منلو وړ دی.