لي‌ چيانګ د ختيځې اسيا د مشرانو په يو لړ سرمشریزو کې ګډون او له لاوس او ويتنام څخه رسمي ليدنه کوي
CGTN2024/10/09 10:10:15
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د اکتوبر په ۸مې نېټې اعلان کړی، چې د دغه هېواد صدراعظم لي‌ چيانګ به د اکتوبر له ۹مې نېټې تر ۱۲مې نېټې پورې د اسيان د نوبتي رئيسه هېواد لاوس د صدراعظم سونېکسای سيفاندون په بلنه په دغه هېواد کې د چين ـ اسيان په ۲۷مې سرمشريزې، د اسيان - چين، جاپان او کوريا جمهوریت په ۲۷مې سرمشريزې او د ختيځې اسيا په ۱۹مې سرمشريزې کې ګډون وکړي او له لاوس څخه به رسمي ليدنه وکړي.

د خبر له مخې،‌ لي چيانګ به د اکتوبر له ۱۲مې نېټې څخه تر ۱۴مې نېټې پورې د ويتنام د صدراعظم فام مينح چينح په بلنې له دغه هېواد څخه هم رسمي ليدنه وکړي.