د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي د اکتوبر په ۸مې نېټې له رسنيو سره د دغه هېواد او اسرائيل ترمنځ د ممکنې شخړې په اړه غږیدلی او خبرداری یې ورکړی، چې وسله وال ځواکونه یې د هر ډول حالاتو پر وړاندې مقابلې ته چمتو دي.
عراقچي ویلي، د ایران وسله وال ځواکونه کافي چمتوالی لري، چې د دښمن ټول اړین هدفونه په نښه کړي، خو هېواد یې د جګړې یا د کړکېچ دوام نه غواړي او په سیمې کې د جګړې د پای ته رسولو او یو عادلانه اوربند لپاره هڅې دي.
نوموړي زياته کړې، چې هغه به ډېر ژر سعودي عربستان او ځينو نورو هېوادونو ته سفرونه وکړي او د سیمې هېوادونو له مشرانو سره به د لبنان د حالاتو او په غزې او لبنان کې د اسرائيلو د وژونکو اقداماتو د بندولو په شمول د ځينو مسئلو په اړه خبرې وکړي.