د چین سمندري ګارډ وياند ليو ده جون رسنيو ته ويلي، چې د فليپين ۳۰۰۱مه او ۳۰۰۲مه بيړۍ د اکتوبر په اتمې نېټې د چين د حکومت له اجازې پرته هوانګ يان ټاپو ته نژدې اوبو ته ننوتلي دي.
نوموړي ويلي، د چين سمندري ګارډ د دغو بيړيو څارنه کړې او د کنټرول قانوني تدبيرونه يې ورته نيولي دي.
ليو ده جون ويلي، چين د هوانګ يان ټاپو او پر شاوخوا سمندري سيمو حاکميت، حق او کنټرول لري او له فیلیپین څخه يې غوښتي، چې سمدستي سرغړونکې کړنې پای ته ورسوي.
نوموړي زياته کړې، د چين سمندري ګارډ به د خپل هېواد تر واک لاندې سمندري سيمو کې د حقونو ساتنې او قانوني فعاليتونو ته دوام ورکړي او خپل ملي ځمکنی او سمندري حاکميت او حقونه او ګټې به وساتي.