شي جين پينګ د چين د سره صليب ټولنې د استازو دوولسمې غونډې ته پيغام ولېږه
CGTN2024/10/10 14:29:08
شريکول:

د چين د سره صليب ټولنې د غړو د استازو دوولسمه غونډه د اکتوبر په ۹مې نېټې پلازمېنې بېجينګ کې پرانيستل شوه.

د چين دولت رئيس شي جين پينګ يادې غونډې ته یو پيغام لېږلی او د هېواد د سره صليب ټولنې ټولو کارکوونکو،‌ غړو او رضاکارانو ته يې سلامونه او نيکې هيلې ويلي او د دغې ټولنې د کارونو د ښه ترسره کېدو هيله يې ښودلې ده.

نوموړي په پيغام کې ويلي،‌ د چین د سره صليب ټولنه د بشري چارو په برخه کې د دغه هېواد د واکمن ګوند او حکومت لپاره يو پل دی او د همدې پل له لارې له خلکو سره اړيکې نيسي.

نوموړي ويلي، د چين د سره صليب ټولنه دې په نوې زمانې کې د کمونېست ګوند پر هراړخيزې لارښوونې ټينګار ولري، باکيفيته پرمختګ ته دې پاملرنه وکړي، اصلاحات او نوښتونه دې پياوړي کړي، د چيني شکله عصري کېدو په بهير کې دې د هېواد ابادۍ ته وده ورکړي او د ملت د بيا سمسورتيا او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره دې خدمتونه وکړي.