چين د ليبيا له بېلا بېلو خواوو غوښتي، چې د سياسي خبرو اترو د بيا پيل لپاره اجماع وکړي
CMG2024/10/10 15:21:11
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال استازي دای بينګ د اکتوبر په ۹مې نېټې د امنيت شورا د ليبيا مسئلې په يوې پرانيستې اونډې کې ګډون او وينا کړې او د دغه هېواد له بېلا بېلو خواوو څخه يې غوښتي، چې د سختو مسئلو پر سياسي حل ټينګار وکړي، ډيالوګ او سلامشورې زياتې کړي او د سياسي خبرو اترو د بيا پيل او د متحد هېواد د جوړولو لپاره زياتې هڅې او ګډې نظريې راټولې کړي.

داي بينګ لیبيا د سوله ييزې بيارغونې په کليدي پړاو کې بللې او د سياسي انتقال هڅول يې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره مهم بنسټ یاد کړی دی.

نوموړي ويلي، نړيواله ټولنه بايد د افريقا له اړوندو خواوو څخه د دغې لویې وچې د ستونزو په هواري کې ملاتړ او د ليبيا د مسئلې د سياسي حل هڅونه وکړي.

داي بينګ د ليبیا د شخړې پر بېلا بېلو خواوو غږ کړی، چې د خپل هېواد ملي حاکميت، اتحاد او د خاورو بشپړتيا ته درناوی وکړي، بهرني ځواکونه باید ډېر ژر په منظم ډول له دغه هېواد څخه ووځي، د شخړو ښکيلې خواوې باید د ملت او خلکو ګټو ته پاملرنه وکړي، صبر او زغم باید ولري او اوربند باید مراعات کړي.

نوموړي پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی، چې له ليبيا سره زياتې بشري مرستې وکړي.