حماس او فتح د غزې د ادارې لپاره لنډمهاله کمېټه جوړوي
CMG2024/10/10 15:14:24
شريکول:

د مصر د حکومت يوې سرچېنې د اکتوبر په ۹مې نېټې سينهوا اژانس ته ويلي، چې د فلسطين د حماس او فتح استازو په همدې ورځ د مصر په پلازمېنې قاهرې کې خبرې کړي او هوکړه يې کړې، چې په غزې تړانګې کې به د خلکو د خدمتونو د ادارې لپاره يوه لنډمهاله او غير سياسي کمېټه جوړوي.

دواړو خواوو ويلي، دغه کمېټه به د رفح بندر د ادارې او په غزې تړانګې کې خلکو ته د خوراکي توکو، درملو، تعليمي او روغتيايي توکو په شمول د ژوند د اړينو توکو او خدمتونو برابرولو په چارو کې رول ولوبوي.

دغه کمېټه به له لسو تر پنځلسو ناپېيلي غړي ولري او د کوم سازمان او ډلې غړيتوب به نه لري.