چين ميډيا ګروپ د اکتوبر په ۹مې نېټې ((په بس کې شيځانګ ته سفر)) فعالیت پيل کړی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغه فعاليت کې خبريالان او د ټولنيزو رسنيو فعالان ګډون لري او د اکتوبر په ۱۱ مې نېټې به شيځانګ ته ۱۴ ورځنی سفر پيل کړي، چې په جريان کې به يې نړيوالو ته د ژوندۍ خپرونو او لړيزو وېډيوګانو له لارې د دغې سيمې د طبيعي منظرو، تاريخ او کتلور په ګډون د بېلا بېلو برخو په اړه په زړه پورې معلومات ورکړي او د دې سيمې د سېلانيزو او کلتوري چارو باکيفيته پرمختګ سره به مرسته وکړي.