د پاکستان د سیند ايالت په کراچۍ ښار کې د اکتوبر په ۶مې نېټې د چين د برېښنايي شرکت پر موټريز کاروان ترهګريز برید وشو، چې له امله یې دوه چينايان ووژل شول او یو بل ټپي شو او ګڼو نورو خلکو ته یې مرګژوبله واړوله.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد نورو بېلا بېلو شخصيتونو دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د اکتوبر په ۷مې نېټې په یوې اعلاميې کې د چيني شرکت پر موټريز کاروان ياد ترهګريز بريد غندلی دی.
د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د اکتوبر په ۷مې نېټې په اسلام اباد کې د چين سفارت ته تللی او هلته یې چيني ډيپلوماتانو ته د يادې غميزې تسليت وړاندې کړی دی.
نوموړي ويلي، په پاکستان کې د چينايانو امنيت د پاکستان مسئوليت دی او د دغې پېښې په اړه يې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امنيتي ځواکونه به د يادې پېښې بريدګر ونيسي او سخته سزا به ورکړي.