د هنګري لومړي وزير اوربان ويکتور د اکتوبر په ۹مې نېټې د فرانسې په سټراسبورګ کې د اروپا پارلمان ته په وينا کې ويلي، چې اروپايي ټولنه د تاريخ تر ټولو سختې دورې سره مخ ده او په وينا یې دغه ټولنه "بدلون ته اړتيا لري".
هنګري د اروپايي ټولنې نوبتي رئيسه هېواد دی.
اوربان د اروپا پارلمان ته نږدې ۳۰ دقیقې وینا کړې او ويلي يې دي، چې اروپايي ټولنې د روسیې او اوکراین د نظامي شخړې په اړه ناسم پلان پلی کړی او په خبره یې، دغه ټولنه باید له روسیې سره بیا اړيکې پيل کړي.
اوربان باور او وېره ښودلې، چې د اروپايي ټولنې اقتصاد د دریدو له خطر سره مخ دی او پر غړو هېوادونو یې غږ کړی، چې د سیالۍ د وړتیا د ښه والي لپاره پياوړي ګامونه پورته کړي.