د چين او کلمبیا بهرنيو چارو وزيرانو سره ولیدل
CGTN2024/10/11 10:00:42
شريکول:

د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اکتوبر په ۱۰مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل کلمبيايي سيال لويس ګيلبېرتو موريلو سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږیدلي دي.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې د چین دولت رئيس شي‌ جين پينګ او د کلمبيا ولسمشر ګوستاوو پېترو ليدنې ته اشاره اړه کړې او ويلي يې دي، چې دواړو مشرانو د تېر کال په اکټوبر کې د خپلمنځي ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو اعلان کړی دی.

نوموړي ويلي، چين  به له کلمبيا سره د پرمختګ همکارۍ ټينګې کړي او د کمربند او لارې په ګډې ابادۍ کې يې د دغه هېواد د ګډون هرکلی کړی دی.

د کلمبيا خارجه وزیر کلبېرتو موريلو ويلي، چې هېواد يې غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ستراتيژيکې موافقې پلې کړي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره ژورې همکارۍ وکړي. نوموړي ويلي، کلمبيا د کمربند او لارې ګډې ابادۍ ته په درنه سترګه ګوري او فعال ګډون به پکې ولري.

موريلو تایوان د چين د خاورو يوه برخه بللې او هېواد به يې د يو چين پېژندنې پر اصل دوامدار ټينګار ولري او له دريځ څخه به یې ملاتړ وکړي.