حزب الله: اسرائيلي ځواکونو په بيروت کې د دوی د اړيکو مسؤل د وژنې ناکامه هڅه کړې
CMG2024/10/11 10:42:37
شريکول:

د لبنان د حزب الله تر کنټرول لاندې المنارات ټلويزيون د اکتوبر په لسمې نېټې د یوې سرچېنې په قول خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ په پلازمينې بيروت کې د دې ډلې د اړيکو او همغږۍ پر مسؤل وفيق صفا د بريد ناکامه هڅه کړې ده.

اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د بیروت ښار پر څو سيمو هوايي بريدونه کړي او څو ودانۍ يې وېجاړې کړې دي.

د لبنان دولتي خبري اژانس ويلي، اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ په بیروت کې پر يوې اته پوړيزې ودانۍ بريد کړی او ورپسې يې يوه بله څلور پوړيزه ودانۍ په نښه کړې، چې له امله یې ګڼو خلکو ته مرګژوبله اوښتې او یاده څلور پوړيزه ودانۍ په بشړ ډول نړيدلي دي.

د بيروت د عامې روغتيا بېړني عملياتي مرکز په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د اسرائيلي ځواکونو د يادو بريدونو له امله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۱۷ تنه نور ټپيان شوي دي.