د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په لسمې نېټې د لاوس په پلازمېنې وينتيان کې د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په ۲۷مې غونډې کې ګډون او وينا کړې ده.
نوموړي ويلي، اسيان او يادو درېيو هېوادونو تېر کال په بېلا بېلو برخو کې نږدې همکارۍ کړي او نوي پرمختګونه يې موندلي دي، خو په وينا يې، د دغو هېوادونو پرمختیایي حالت لاهم د بې ثباتۍ له ځينو عواملو سره مخ دی.
لي چيانګ ويلي، اسيايي هېوادونه ګډ کور، ګټې، فرصتونه او ارزښتونه لري او چين غواړي، په راتلونکې کې د اسيان، جاپان او کوريا جمهوريت په شمول د اسيا له بېلا بېلو هېوادونو سره د اسیا مفکوره ټينګه کړي او د ختيځې نړۍ ځيرکتيا وهڅوي، څو ټول هېوادونه د سوله ييزې، ارامې، ګډې سمسورتيا او پيوستون لرونکې اسيا په لوري روان شي.
په يادې غونډې کې د سيمه ييز تدراکاتي ځنځير د پيوستون د پياوړتيا په هکله د اسيان او چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو اعلاميه هم تصويب شوې ده.