د نيکاراګوا حکومت د اکتوبر په ۱۱ مې نېټې په یوه اعلاميه کې له اسرائيل سره د اړیکو پرېکون اعلان کړ. اعلاميه وايي، د نيکاراګوا پارلمان په مصوبه له اسرائيل سره د اړيکو د پرېکون پرېکړه ليک تصویب کړ او پدې اند دی، چې د اسرائيل لخوا نسل وژنه لبنان ته خپره شوې او سوريه، يمن او ایران ته خطرونه پېښوي او د سيمې او نړۍ سوله او امنيت ګواښي. نيکاراګوا له اړوندو خواوو غواړي چې د ملګرو ملتونو ټول اړوند پرېکړه ليکونه عملي کړي، د نړيوال قانون او نړيوالو تړونونو مراعات وکړي او د يوه خپلواک هېواد په توګه د فلسطين د جوړېدو ملاتړ وکړي.
د تېر کال له اکتوبر راهیسې، د لوليويا او کولمبيا په ګډون یو شمېر هېوادونو له اسرائیل سره اړيکې پرې کړې دي.