د چین او جرمني د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ۱۰مې کليزې په پار د کلتوري تبادلې فعاليت ترسره شو
CGTN2024/10/12 16:08:58
شريکول:

د روان کال د اکتوبر ۱۱مه نېټه د چين او جرمني ترمنځ د رسمي اړیکو د جوړېدو له ۵۲مې کليزې سره او همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتېژیکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۱۰ مې کليزې سره برابره ده.

چين ميډيا ګروپ په همدې ورځ د جرمني په مونيخ ښار کې د دواړو هېوادونو د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د جوړېدو د ۱۰مې کليزې د نمانځنې په پار د کلتوري تبادلې فعاليت تر سره کړی. په دې فعاليت کې د رسنيو او فلمونو په برخو کې یو شمېر همکاريزې برنامې هم پيل شوې.

د چین مېډيا ګروپ مرستیالې مشرې شينګ بو په ياد فعاليت کې ويلي، چې اوسمهال نړيوال وضعيت د لوی بدلون په حال کې دی او بشري ټولنه له ډېرو زياتو ننګونو  سره مخ ده. د هغې په خبره، د يادو مسئلو حل د لويو هېوادونو ترمنځ همکاریو ته اړتيا لري. چين مېډيا ګروپ غواړي د جرمني‌ د بېلابېلو برخو له ملګرو سره یو ځای د دواړو هېوادونو سمسورتيا او پرمختګ ته وده ورکړي، ورسره د چين فرصتونه شريک کړي، د رسنيزو فعاليتونو او تخنيکي نوښتونو په برخو کې همکارۍ ژورې کړي، څو د دواړو هېوادونو خلک د چين او جرمني ښکلي کلتورونه احساس کړي.