د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي: موږ به تل د ترهګرۍ پر ضد ټينګه مبارزه وکړو
CMG2024/10/12 14:16:23
شريکول:

د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ په دې وروستیو کې د یوې مرکې په ترڅ کې د چين د برېښنايي شرکت پر موټريز کاروان هغه ترهګريز برید چې د روانې مياشتې په ۶ مې نېټې د پاکستان د سیند ايالت په کراچۍ ښار کې شوی،په کلکو ټکو وغانده.

جانګ مينګ رسنیو ته وويل، د شانګهای همکارۍ سازمان د دغه بريد له امله سخت خواشينی شوی اوله قربانيانو او د هغوی له خپلوانو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

جانګ مينګ دې ته اشاره وکړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان له پاکستان څخه ملاتړ کوي چې ژر تر ژره ترهګر د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي تروريزم د ټولو انسانانو دښمنان بللی او په وینا يې، د شانګهای همکارۍ سازمان به تل د ترهګرۍ پر ضد په کلکه مبارزه وکړي او سیمه ییز امنیت او ثبات به خوندي وساتي.