بېجینګ په لبنان کې د ملګرو ملتونو په لنډمهاله ځواکونو د اسرائيل بريد په کلکو ټکو وغانده
CGTN2024/10/12 11:30:45
شريکول:

د اسرائيل ځواکونو د اکتوبر په ۱۰ مې نېټې د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواکونو پر اډې بريد وکړ، چې له امله يې د دغو ځواکونو سرتېريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ  په همدې ورځ د لبنان او اسرائيل ترمنځ د شخړې په تړاو د امنيت شورا بېړنۍ غونډې ته په وينا کې د اسرائيلو کړنه په کلکو ټکو وغندله او په وينا يې، د ملګرو ملتونو پر سوله ساتونکو پوځيانو هر ډول عمدي بريد له نړيوال بشري قانون او د امنيت شورا له ۱۷۰۱م پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده او باید سمدستي ودرېږي.

فو څونګ زياته کړه، چې چين د دې پېښې د پلټنې غوښتنه کوي او د شخړې ښکېلې خواوې باید په لبنان کې د ملګرو ملتونو د لنډمهاله ځواکونو په ګډون د دغه سازمان د ټولو کارکوونکو او پانګو امنيت تضمين وکړي.