د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د ايټاليا صدراعظمې ګيورګيا مېلومي او د هسپانيې صدراعظم پېدرو سانچيز د اکتوبر په ۱۱مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه، چې په لبنان کې يې د ملګرو ملتونو پر لنډمهاله مېشت ځواکونو (UNIFIL) باندې د اسرائيلو وروستي بريدونه وغندل.
د دې ګډې اعلامیې له مخې، فرانسې، ايټاليا او هسپانيې د یونیفېل دایمي غړي او د لبنان او اسرائيلو همکاران دي، د دې هېوادونو پر څو سوله ساتو ځواکونو د بريد په اړه یې خپله غوسه څرګنده کړه. دا بریدونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱م پرېکړه لیک او نړیوال بشردوستانه قانون له مخې د اسرائیلو له دندې څخه جدي سرغړونه ده. په واقعیت کې داسې بریدونه بیخي بې بنسټه دي او باید سمدستي ودرول شي.