د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستيو کې خبري رسنيو ته په پاکستان کې پر چيني انجنیرانو ترهګريزې پېښې ته د رسېدنې په اړه معلومات ورکړي دي.
د روانې مياشتې په ۶ مې نېټې د پاکستان د سېند ايالت په کراچۍ ښار کې د قاسم برېښناکوټ پر اړوند موټريز کاروان بريد وشو، چې له امله یې دوه چيني انجنيران ووژل شول، یو بل ټپي شو او یو شمېر نورو کسانو ته یې مرګژوبله واړوله.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې چين په لومړي وخت دغې پېښې ته د رسېدنې لپاره کاري ډله ولېږله. دغه کاري ډله د اکتوبر په اتمې نېټې اسلاماباد ته ورسېده او سمدستي يې په پاکستان کې د چين له سفارت او اړوندو ارګانونو سره په ګډه دغې پېښې ته د رسېدنې چارې پيل کړې، دغه راز د کاري ډلې غړو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د کورنيو چارو وزارت، حکومتي ځواکونو او استخباراتي ادارو له مسئولينو سره وليدل او ورڅخه يې وغوښتل ، چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي، په ټول توان د ټپيانو درملنه وکړي، د پېښې د واقعيتونو پلټنه وکړي، مجرمين د قانون منګولو ته وسپاري او د چيني اتباعو، ارګانونو او پروژو د خونديتوب لپاره لاجدي اقدامات غوره کړي.