بوينګ شرکت به په ټوله نړۍ کې د خپلو کارکوونکو شمېر ۱۰٪ راکم کړي
CGTN2024/10/12 10:55:13
شريکول:

د امريکا بوينګ شرکت په ځايي وخت د اکتوبر په ۱۱مې نېټې ویلي،‌ چې په ټوله نړۍ کې به خپل ۱۷ زره کاري فرصتونه راکم کړي او د کارکوونکو شمېر به ورسره ۱۰٪ کم شي.

بوينګ شرکت ويلي، چې دغه شرکت د ماشین د تخنيکي کارکوونکو د اعتصاب له امله په سخت حالت کې ښکېل شوی او له ډېرو زيانونو سره به مخامخ شي.