د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۱مې نېټې په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د ويتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د مرکزي سکرتريت دايمي منشي لیانګ چيانګ سره وليدل او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې اترې وکړې.
شي جين پينګ له نوموړي سره په ليدنه کې ويلي، چې هېواد يې له ويتنام سره د اړيکو پرمختګ ته امتياز ورکوي او هيله يې ښودلې، چې له ويتنام سره متقابلې ګټې لرونکې همکارۍ لا نور ژورې او پياوړې کړي، په ګډه سره نړيوال عدالت خوندي وساتي او د انسانانو د پرمختګ چارو ته وده ورکړي، څو په ګډه سره د چين او ويتنام د ګډ برخلیک ټولنه اباده کړي.
د ليانګ چيانګ په خبره، هېواد يې تل له چين سره د اړيکو پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او ويلي يې دي، چې ويتنام به په دوامدار ډول له چين سره خپلمنځي هراړخیزو ستراتيژيکو همکاریزو اړيکو ته وده ورکړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک د ټولنې ابادي به پياوړې کړي.