په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله مېشت ځواکونو (UNIFIL) د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د دې میاشتې په ۱۱مې شپې د یونیفېل بنسټ د ناکورا قوماندانۍ ته څېرمه د نظامي عملیاتو له امله د یونیفېل د سوله ساتو یو پرسنل په ډزو ټپي شو.
د دې اعلامیې له مخې، د یاد برید لامل معلوم نه دی. اوس دغه ټپیان شوي پرسنل په ناکورا روغتون کې عملیات شوي، له بدن څخه يې مرمۍ لرې کړای شوې او اوس يې وضعیت ښه دی.
د لبنان په رامیا سیمه کې د یونیفېل دفتر ته څېرمه په همدې شپه چاودنې شوې او له امله یې د دفتر ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.