د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د ويتنام په پلازمېنه هانوی کې د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې له عمومي منشي او د دولت له رئيس تولام سره وکتل.
لي چيانګ ويلي، چين غواړي له ويتنام سره د دواړو ګوندونو او هېوادونو مشرانو د ګډې نظريې پلې کړي او د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنه اباده کړي.
تولام ويلي، د ويتنام د کمونېست ګوند او حکومت له چين سره د اړيکې پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري، ويتنام د يو چين پېژندې پر اصل ټينګار کړی او د تايوان له هر ډول بېلتون غوښتنې سره ټينګ مخالفت کوي.