بېجينګ د چين د برقي موټرو پر وړاندې د سبسيډي ضد لایحې په اړه د مشورې لپاره اروپا ته بلنه ورکړې
CMG2024/10/13 10:36:54
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د اکتوبر په ۱۲مه نېټه وويل چې هېواد یې اروپايي تخنيکي ټيم ته رسمي بلنه ورکړې ترڅو د چين د برقي موټرو پر وړاندې د سبسيډي ضد لایحې ستونزه د خبرو اترو او مشورې له لارې حل شي. چین د دې لپاره ټول چمتووالی نیولی دی.

هيله ده چې اروپايي لوری له چين سره په سمه لار روان شي، ژر تر ژره چين ته د راتګ زمينه برابره کړي، په رغنده توګه سلا مشورې ګړندۍ کړي او ژر تر ژره سمه حل لار ومومي.