د اسيان(د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ګډې ټولنې)۴۴مه او ۴۵مه سرمشريزه څه موده مخکې د لاووس په وينتيان کې پای ته ورسېده. د دغې سرمشريزې په موده کې د چين او اسيان د مشرانو په ۲۷مه غونډه کې اعلان شوی، چې د چين او اسيان د ازادې سوداګرۍ سيمې د لوړې شوې کچې خبرې اترې په واقعي ډول پای ته ورسېږي. همدغه خبرې اترې د اسيان د اقتصاد د يو ځايښت د لوړولو لپاره کليدي تدبير دی او له دې ښکارېږي، چې دواړه خواوې له څو قطبي کېدو او ازادې سوداګرۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي. د چين د دولتي شورا صدراعظم لي چيانګ په دغه غونډه کې د چين او اسيان تر منځ د همکارۍ په هکله درې فقره یيز وړانديزونه وکړل او پر دې يې ټینګار کړی، چې د تګ راتګ هراړخيزې شبکې جوړې کړي، په نويو سمسورو توليدي چارو کې همکارۍ پراخې کړي او په فرهنګي ساحه کې تګ راتګ زيات کړي. دا يوه څرګنده نښه ده، چې چين غواړي د دې سيمې له هېوادونو سره دوستانه همکارۍ وکړي.
د اسيان او چين تر منځ همکارۍ د دغې ټولنې او نورو خواوو تر منځ په همکاريو کې مخکښ مقام لري او دغه همکارۍ د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم انجن ګڼل کېږي. چين په مسلسلو ۱۵کلونو کې د اسيان د لومړۍ لوی سوداګريز همکار پاتې شوی او اسيان په مسلسلو څلورو کلونو کې د چين تر ټولو لوی سوداګريز همکار دی. د روان کال په لومړيو اتو مياشتو کې د دواړو خواوو تر منځ عمومي سوداګريز ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰سلنه زيات شوی دی. د چين او لاوس تر منځ اوسپنيزې لارې، د جاکارتا او بانډونګ تر منځ اوسپنيزې لارې او نورې لويې پروژې د ځايي اقتصاد د پرمختګ ډېره هڅونه کړې، د جنوب ختيځې اسيا ځانګړي توليدات پر چين پلوري، چې د دواړو خواوو خلکو ته يې واقعي ګټې رسولې دي.
اوسمهال نړيوال او سيمه یز حالات د سخت او پيچلي بدلونونو په حال کې دي او ځينې هېوادونه د توليدولو ځنځير د پري کولو او د کوچنيو ډلو د تقابل او د سواګرۍ غوښتنې په شمول منفي کړنې تر سره کوي. په دې حال کې ولې د چين او اسيان تر منځ همکارۍ لا نورې ټينګېږي؟ لامل يې دا دی، چې بېلا بېل هېوادونه د پرمختګ او سمسورتيا او د خلکو د ژوند د ښه کېدو اميد لري، ګاونډي هېوادونه کولی شي چې يو له بل سره کمک او همکارۍ وکړي، دغه راز د توليدولو ځنځير جوړول طبيعي ښيګنې لري او دواړو خواوو ته ګډې ګټې رسولی شي.
د اسيان د يادې غونډې يوه مهمه لاسته راوړنه دا ده: د چين او د اسيان د لسو هېوادونو مشرانو په ګډه اعلان کړی، چې د دواړو خواوو د ازادې سوداګرۍ سيمې په هکله ۳.۰کچې خبرې اترې په واقعي ډول پای ته ورسېږي او امکان شته چې په ۲۰۲۵م کال کې اړوند تړون لاسليک کړي. د دغې کچې له لوړتيا وروسته د چين او اسيان د ازادې سوداګرۍ تړون په هکله اوسنۍ ساحې د ډجيټلي اقتصاد، زرغون اقتصاد، د عرضې ځنځير د تګ راتګ، د ګمرکاتو ادارې اجنډاوې او د سوداګرۍ د اسانه کېدو، د اقتصاد او تېکنالوژۍ د همکارۍ په شمول نوې ساحې هم شاملې دي. دې دواړو خواوو ته د لويې پيمانې بازار جوړولو لپاره د ميکانيزم ضمانت برابر کړی او د پرمختګ لپاره به لا نور قوي او اوږدمهاله فرصتونه برابر کړي.
د تحليل له مخې، دواړو خواوو په ۲۰۱۰م کال کې د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړه کړه، په ۲۰۱۹م کال کې يې په هراړخيزه توګه د ازادې سوداګرۍ د ۲.۰تړون عملی کړی، اوسمهال د ۳.۰کچې د ازادې سوداګرۍ سيمه جوړوي، د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ ګام په ګام مخ ته ځي. دواړه خواوې به په راتلونکې کې د معيار پياوړتيا او د ميکانيزمونو جوړولو په ساحو کې تګ راتګ زيات کړي او د لا لوړې سويې سوداګرۍ د اسانه کېدو او ټول شموله پرمختګ هڅونه به وکړي. د چين او اسيان عمومي نفوس له ۲ميليارډو تنو څخه اوښتی دی او د نړۍ په نفوس کې يو پر څلورمه برخه نيسي، چې د دواړو خواوو د لويې پيمانې بازارونو همکارۍ کول د سيمه یيز اقتصاد د يو ځايښت پرمخبوزي او د نړيوال اقتصاد بنسټ به لا نور ثابت شي.
د اسيان د سرمشريزې لاسته راوړنو ته په کتو دواړو خواوو لس ګونه سندونه لاسليک کړل او د اقليمي بدلون، د عرضې ځنځير د همکارۍ او د مصنوعي ځیرکتیا یا AI په شمول په ساحو پوري اړه لري. د اړوندو ګډو نظريو او لاسته راوړنو څخه دا څرګندېږي چې د سولې لټول او د پرمختګ هڅول د سيمې د هېوادونو لومړنۍ غوښتنه ده، خو د ترينګلتيا جوړولو په هدف کړنې د هرکلي وړ نه دي، پرانيستنه او ټول شمولیت چارې سمه لار ده او د سړې جګړې نظريې په هکله د ناټو شکل به ناکام شي. د منفي اغيزې پرېښودل او ګډو ګټو ته پاملرنه کول، په مناسبه توګه د توپيرونو حلول او د چين او اسيان تر منځ د همکارۍ ارزښتناکه تجربه به بېلا بېلو خواوو ته تجربې برابرې کړي.