د مصر بهرنيو چارو وزير بدر عبدالعاطي د اکتوبر په ۱۲مه نېټه له فلسطیني ملي واکمنې ادارې څخه د مصر کلک ملاتړ بیا تکرار کړ او ويې ویل چې مصر له فلسطیني ځمکو څخه د فلسطینیانو د ایستلو لپاره له هر ډول هڅو سره مخالفت کوي.
بدر عبدالعاطي وویل، دا اړینه ده چې د فلسطین د یووالي د ساتلو لپاره د اردن سیند په لویدیځې غاړې او په غزې تړانګه کې د بېلتون له هر ډول هڅې سره مقابله وشي. هغه د فلسطيني ډلو ترمنځ د يووالي او د فلسطيني ملي واکمنې ادارې د مهم رول پر اهمیت ټینګار وکړ.