د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۲مه نېټه د اتوپيا نوي ولسمشر تايې اتسکی سلاسي امدې ته د مبارکۍ پيغام لېږلې.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، زه د چين او اتوپيا تر منځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او غواړم له ولسمشر تايې سره يو ځای د ۲۰۲۴م کال د چين او افريقا د همکارۍ فورم د بېجينګ سرمشريزې غونډې د پايلې د پلی کولو په پار، د چين او اتوپيا د هرې هوا د ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې نوي پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې رسوي.