د چين پلاوی له روسيې څخه سفر وکړ
CMG2024/10/13 10:44:39
شريکول:

د روسيې د يووالی ګوند په بلنه، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې غړې او د چين د کمونېست ګوند د تشکيلات دفتر مشرې لي شياو شين په مشرۍ  يو پلاوی د اکتوبر له ۹مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې له روسيې څخه سفر وکړ.

ياد پلاوی د روسيې د دوما د يووالی ګوند د پارلمان غړو سرمنشي، د يووالی ګوند د لوړې کمېټې د رئيس په شمول مشرانو سره په جلا جلا توګه وکتل او ور سره يې خبرې اترې کړې دی. د دې په ترڅ کې، د چين پلاوی د چين د کمونېست ګوند د ۲۰مې دورې مرکزي کمېټې د ۳مې عمومي غونډې روحيې هم څرګند کړل.

د روسيې چارواکې هيله ښودلی ، چې له چين سره به د ګوندونو تر منځ تګ راتګ او تبادلې ژورې کړي، په بېلا بېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د تينګېدو لپاره هڅه وکړي.