ايران: هيواد يې د جګړې لپاره چمتو دی، خو له چا سره جګړه نه غواړي
CMG2024/10/14 11:05:18
شريکول:

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له عراق څخه په لېدنې کې د دغه هېواد د صدراعظم له مرستيال او خپل سيال حسين سره په يوې ګډې خبري ناستې کې رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې د جګړې لپاره چمتوالی نيولی، خو له کوم هېواد سره جګړه نه غواړي.

نوموړي ويلي، اوسمهال منځنی ختيځ له سختېدونکي بحران سره مخ دی او د سيمه ييز وضعيت د لا شدت ننګونې هم پکې په ډېرېدو دي.

عباس عراقچي د اسرائيل هغه کړنې غندلي، چې په غزې کې يې اوربند رد کړی او په لبنان کې يې پوځي عمليات پراخ کړي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د اسرائيل د يادو کړنو له امله به منځنی ختيځ له ډېرو خطرونو سره مخ شي او په خبره یې، اوسمهال د سيمه يیزو کشالو د رامنځته کېدو ننګونې هم ډېرې شوې دي.

عراقچي په ټينګار ويلي، اسرائيل بايد په منځني ختيځ کې پوځي عمليات پای ته ورسوي او په وينا يې، هېواد يې د جګړې د پيلولو تر څنګ د سولې لپاره هم چمتوالی نيولی دی.

نوموړي زياته کړې، هېواد يې له سيمه يیزو همکارانو سره په همغږۍ د اوربند لپاره ډېرې هڅې کړې دي.