د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نېنګ د اکتوبر په څوارلسمې نېټې د دغه وزارت په نوبتي ناسته کې د ګډې تورې – 2024 بي په نوم د چين د پوځي تمرين ضد د امريکې د بهرنيو چارو وزارت وياند د وينا په اړه د خبريال پوښتنې ته ځواب ورکړ.
ماو نېنګ وويل، چې له هېواد څخه د تايوان د بېلتونپالو ځواکونو تحريکي کړنې به هرومرو له ځوابي اقداماتو سره مخ شي. چين تل د سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې کړې او د سيمې هېوادونه د دې هڅو شاهدان دي. تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د تايوان چارې د چين کورنۍ چارې دي او په دغو چارو کې د بهرنيو ځواکونو لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
نوموړې له امريکې څخه وغوښتل، چې د يو چين پېژندنې د اصل او د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو مراعات وکړي، د تايوان د بېلتونپالو ځواکونو د نه ملاتړ کولو په اړه د امريکا د مشر ژمنه دې عملي کړي، تايوان ته د وسلو له ورکولو څخه دې لاس واخلي او د تايوان بېلتونپال ځواکونو ته د ناسم پيغام ورکولو څخه ډډه وکړي.