ايران: روسيې ته مو بالستيک توغندي نه دي ورکړي
CMG2024/10/14 11:13:55
شريکول:

د ايران د غږ او فلم سازمان (IRIB) د اکتوبر په ۱۳مې نېټې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي په قول خبر ورکړی، چې ایران د روسيې لپاره بالستيک توغندي نه دي برابر کړي.

عباس عراقچي پر ټولنيزو رسنيو ويلي، د ايران او روسيې ترمنځ پوځي همکارۍ د حيرانتيا وړ خبره نه ده او د اوکراين کړکېچ له پيل مخکې يې هم خپلمنځي همکارۍ پيل کړې دي.

نوموړي ويلي، امريکا اسرائيل ته بې ساري زياتې وسلې ورکوي او اوس سرتيري ورليږي، چې د توغنديو امريکايي سيسټم  ورته نصب او وکاروي.

عراقچي زياته کړې، د واشنګټن دغه کړنه به د امريکايي ځواکونو امنيت ته خطرونه جوړ کړي.