د چين د کورونو، علاقه داريو او کليو ابادۍ وزارت د اکتوبر په ۱۳مې نېټې د جيانګ شي ولايت د شانګ ژاو ښار په وو يوان ولسوالۍ کې د هېواد د لرغونو کليو د ساتنې او بیا کارونې غونډه ترسره کړې ده.
د ياد وزارت مسئولينو ويلي، چې چين د لرغونو کليو د ساتنې لپاره زياتې هڅې کوي.
د معلوماتو له مخې تر اوسه د چين ۸۱۵۵ کلي د هېواد په کچه د لرغونو کليو د ساتنې په لېست کې او ۵۰۲۸ کلي د ولايت په کچه د لرغونو کليو د ساتنې په لېست کې شامل شوي دي.
په چين کې تر دې دمه ۵۵۶ زره لرغونې ودانۍ ساتل شوي او د ولايت په کچه ۵۹۶۵ نامادي کلتوري ميراثونو ته یې پرمختګ ورکړل شوی دی.
چين د کرنيزو تمدني ميراثونو د ساتنې یوه ډله جوړه کړې، چې پيمانه يې په نړۍ کې ډېره لويه، ارزښت يې لوړ او د ساتنې سويه يې بشپړه ده.