د امريکا پېنټاګون یا دفاع وزارت د اکتوبر په ديارلسمې نېټې رسنيو ته ويلي، چې اسرائيل ته به د تاد په نوم د توغندیو ضد سيسټم برابر کړي او دغه هېواد ته به امريکايي پوځي کارکوونکي وليږي او د اسرائيل هوايي دفاعي توان به لاپياوړی کړي.
د پېنټاګون وياند رايډ په همدې ورځ يوې اعلامیې کې ويلي، چې ياده پرېکړه د امریکې د ولسمشر جوبايډن د فرمان له مخې او د دفاع وزير اوستين په لارښوونې شوې ده.
ايران د اپرېل په ديارلسمې نېټې او د اکتوبر په لومړۍ نېټې پر اسرائيل توغنديز بريدونه وکړل.
په اعلاميې کې د امريکا د يادې پرېکړې موخه د اسرائيل د هوايي دفاعي توان لاپياوړتيا بلل شوې ده.
شنونکي د امريکا دغه کړنه په منځني ختيځ کې د خپلو ځواکونو د تنظيم يوه برخه بولي.