د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوټرېش وياند د اکتوبر په ديارلسمې نېټې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو په تړاو يوې اعلاميې کې د ګوټرېش په قول ډاډ ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو مېشت ځواکونه او کمپونه به د اسرائيل د جګړې د ښکيلو خواوو موخې ونه ګرځي او پر سوله ساتونکو بريدونه يې له نړيوالو قوانينو او د بشردوستۍ له نړيوال قانون سره په ټکر او جنګي جرم بللی دی.
په اعلاميې کې پر دې ټينګار شوی، چې د شخړې ښکېلې خواوې دې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو او شتمنيو خونديتوب تضمين کړي، له شرایطو پرته دې د ملګرو ملتونو د ميشتو ځايونو حقونو ته درناوی ولري او له هر ډول تيري دې ډډه وکړي.
اسرائيلي ځواکونو خپل یو زغره وال موټر د اکتوبر په ۱۳مې نېټې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د ميشتو ځواکونو د بېس له دروازې سره ټکر کړ، چې دغې پېښې د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده.
د ملګرو ملتونو ځانګړې ډلې د سوله ساتو ځواکونو د خونديتوب لپاره احتمالي تدبيرونه نيولي دي.