چین میډیا ګروپ د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د چین او ایټالیا د هراړخیزو ستراتيژیکو همکاریزو اړیکو د ټینګېدو د ۲۰مې کلیزې په مناسبت د کلتوري تبادلې فعالیت د ایټالیې په میلن ښار کې ترسره کړی دی.
په دغه فعالیت کې د چين او ايټاليې د ګډو ټلویزیوني او انټرنېټي خپرونو د پيل مراسم هم ترسره شوي دي.
په دغه فعالیت کې د ایټالیې د سیلانیزو چارو وزیرې دانیله سانتینچې او د چین میډیا ګروپ د مرستیالې شینګ بو په شمول ډېرو مېلمنو ګډون کړی و.
مېرمن سانتینچي ياد فعالیت ته په وينا کې ويلي، چې د ایټالیې او چین دوستانه اړیکې اوږد تاریخ او هم د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ راشه درشه اوږده مخينه لري. نوموړې ويلي، چيني سیلانيان ایټالیه ډېره خوښوي او ډېر ایټالیايان هم چین ته د سيلانۍ په پار سفرونه کوي.
هغې د ايټاليې او چين ترمنځ د همکاريو او تبادلې پياوړتیا د دواړو خواوو او سیمې او حتی د نړۍ د امنیت او پرمختګ لپاره هم ګټوره بللې ده.