د چين ستره برخه د تايوان د خپلواکۍ مخالفت ته نظامي چمتووالی لري
د اکټوبر پر لسمه د تايوان د رهبر لای چينګته بېلتون غوښتونکو خبرو ته په غبرګون کې د چين د خلکو د ازادۍ پوځ د ختيځ جنګي زون قوماندانۍ د دوشنبې پر ورځ د تايوان په تنګي او د دغه ټاپو په شمال، سويل او ختيځ کې د (۲۰۲۴-ب ګډه توره) نظامي تمرينونه پيل کړل.
په دغو تمرينونو کې جنګي بېړۍ او الوتکې هم شاملې وې چې له مختلفو اړخونو د تايوان پر ټاپو ور روانې وې او دغه راز ګډ ځواکونه هم پکې شامل و چې د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره د چين کلک هوډ او په واقعي جنګي شرایطو کې د مبارزې لپاره د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ وړتياوې ښيي.
مشروعيت او اړتيا
تايوان سيمې ته د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ له روانېدو سره سم د تايوان د خپلواکۍ ملاتړي ډيموکراټيک مترقي ګوند له لويديځو قوتونو سره په همغږۍ د چين پر اصلي خاورې د سيمې د امنيت او ثبات د خرابولو تور پورې کړ.
ډيموکراټيک مترقي ګوند د چين د دوشنبې ورځې اقدام تر غندلو مخکې بايد پر يوه ساده حقيقت ځان پوه کړی وای، هغه دا چې تايوان د چين د خاورې برخه ده او د چين حکومت د نظامي اقدام په ګډون د خپلې خاورې د خونديتابه لپاره د ټولو اړينو ګامونو د اخيستلو حق لري.
په تايوان کې د خلکو از پوځ نظامي اقدام په ځانګړي ډول خپلواکي غوښتنه په نښه کړې ده. له هغې راهيسې چې لای په تايوان کې د واک پر ګدۍ ناست دی نو د خپلواکۍ د تبليغ لپاره یې هېڅ فرصت نه دی ضايع کړی. د سولې او پراختيا تر عنوان لاندې د هغه د تېرې اونۍ په وينا کې هم له پيله تر پايه د تايوان د خپلواکۍ نغاره وغږول شوه. له همدې کبله د دوشنبې ورځې نظامي تمرينونه په تايوان کې د خپلواکي غوښتونکو لپاره درنه سزا او بهرنيو قوتونو ته په دې مسئله کې د لاسوهنې په صورت کې ستر خبرداری و.
د چين د اصلي خاورې د نظامي اقداماتو شدت او ډول د ډيموکراټيک مترقي ګوند د تحرکاتو له شدت سره تړلي دي. د تمرينونو نوم (۲۰۲۴ – ب ګډه توره) په مې کې د شويو نظامي تمرینونو (۲۰۲۴-الف ګډه توره) څخه اخيستل شوی او مانا یې دا ده چې که د ډيموکراټيک مترقي ګوند پاروونکي اقدامات دوام وکړي نو د چين د اصلي خاورې له لا سترو نظامي اقداماتو سره به مخ شي.
د دې خبرې يادونه هم اړينه ده چې د چين ستره برخه د نظامي تمرينونو د پای نېټه نه ده په ډاګه کړې. تر څو چې د تايوان د خپلواکي غوښتنې هڅې روانې وي، نو د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت د ټينګښت لپاره به د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ اقدامات هم روان وي.
پوځي تجهيزات چمتو شوی دی
د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د ختيځ جنګي زون قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دوشنبې ورځې پوځي تمرينونه د سمندر او هوا له لارې پر بريدونو، د کليدي بندرونو او سيمو پر محاصرې او تر کنټرول لاندې راوستلو او دغه راز د جګړې پر ډګر د جامع کنټرول او ولکې پر ټينګولو متمرکز وو څو په دې توګه د حقيقي جګړې لپاره د قوماندانۍ د ځواکونو وړتياوې و ارزول شي.
د چين د پوځي علومو اکاډمۍ څېړونکی فو ژينګنان پر دې باور دی چې (۲۰۲۴-ب ګډه توره) نظامي تمرينونه په هر ډول اقليمي شرايطو کې د جګړې وړتياوې نندارې ته وړاندې کوي. د فو په نظر د واقعي جګړې شرايطو ته د نږدې کېدو په صورت کې روان نظامي تمرينونه په خورا چټکۍ سره پر نظامي عملياتو او جګړې بدلېدای شي. نوموړی زياتوي چې نظامي عمليات به د لای پر حکومت او د هغه پر خپلواکي غوښتونکو تحرکاتو د تورې او څټګ ګوزارونه وي.
د تايوان پر ټاپو له شمال، سويل او ختيځ څخه د دوشنبې ورځې نظامي اقداماتو د ياد ټاپو د محاصره کولو لپاره د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ وړتيا هم ډاګيزه کړه. د عملياتو پر مهال به د شمال له پلوه په تايپې کې سياسي او نظامي اهداف په نښه شي، د سويل له پلوه به د خپلواکي غوښتونکو کمپ په نښه شي او د ختيځ له پلوه به د تايوان خپلواکي غوښتونکو ته د بهرنۍ مرستې د ور رسېدو مخه ونیول شي.
پر دې سربېره، تايوان له جغرافيوي پلوه ايسار هېواد دی او د بقا او پرمختګ لپاره په شدت سره پر وارداتو تکيه دی. د چين د خلکو د ازادي بښوونکي پوځ د محاصرې وړتياوې په دې مانا دي چې د واقعي نظامي ټکر په صورت کې به د اقتصادي ماتې له کبله تايوان پر يوه مړه ټاپو بدل شي.
د چين په ختيځ فوجيان ولايت کې ساحلي ګارد هم د خلکو ازادي بښوونکي پوځ په همکارۍ ماټسو او ډونګين ټاپوګانو ته نږدې په اوبو کې د قانون د حاکميت په موخه ګزمې پيل کړې دي او موخه یې دا ده چې په هر ډول بېړنيو حالاتو کې غبرګون ښودلو ته چمتووالی ولري. د چين د سترې برخې نظامي اقدامات ښيي چې د لای په مشرۍ د تايوان د خپلواکي غوښتونکو پر خلاف ټول نظامي تجهيزات او انتخابونه پر ځای پراته دی.
بيا يوځای کېدل د تايوان لپاره يوازينۍ راتلونکې ده. هر څومره چې د ډيموکراټيک مترقي ګوند پاروونکي اقدامات ډيريږي، هومره ژر یې د قیامت ورځ را رسيږي.