دونګ جون د روسیې دفاع وزیر سره وليدل
CMG2024/10/15 14:13:01
شريکول:

د چین دفاع وزير دونګ جون د اکتوبر په ۱۴مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د روسيې له ملي دفاع وزير اندري رېموويچ بېلوسوف سره ليدلي دي.

دونګ جون له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، د چين او روسیې ځواکونه دې د مشرانو  پر لارښوونې مخ ته ولاړ شي، ستراتيژيکه همغږي دې ژوره او د همکاريو کيفيت او اغېزمنتيا دې پياوړې کړي، د اړيکو دوامداره پرمختګ ته دې وده ورکړي، له ګډو ګټو څخه دې ټينګه دفاع وکړي او نړیوال ستراتیژیک ثبات دې وساتي.

رېموويچ بېلوسوف ویلي، روسيه به له چین سره نږدې او اغېزمنې همکارۍ وکړي، په ګډه به ورسره د امنیتي ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي او خپلمنځي پوځي اړیکې به ورسره نوې کچې ته ورسوي.