په تېرو نهو مياشتو کې د چين د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت 1.88 ټریلیونو يوانو ته رسېدلی
CMG2024/10/15 14:47:47
شريکول:

د چين د ګمرکاتو ملي ادارې د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د دغه هېواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوې ناستې کې یو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د ۲۰۲۴م کال په تېرو درېيو ربعو کې د چين د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت 1.88 ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله 11.5 سلنه زياتوالی ښيي او دغه سرعت د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د ډېروالي په پرتله 6.2 سلنه زياتوالی ښيي.

شمېرې ښيي، په تېرو نهو مياشتو کې د چين د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو ارزښت 1.48 ټریلیونو يوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله 15.2 سلنه زياتوالی ښيي او په همدې مودې کې د دغه هېواد د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو ارزښت 399 ميليارډو او 160 ميليونو يوانو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله 0.4 سلنه کم شوی دی.