د نفتو د صادراتي هېوادونو سازمان يا اوپيک د اکتوبر په ۱۴مې نېټې د نفتي بازار مياشتني راپور کې د ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کالونو لپاره د نفتو نړيواله تقاضا بيا کمه کړې ده.
دغه سازمان د روان کال په اګست او سپتمبر کې دوه ځلې د سږ او راتلونکي کال لپاره د نفتو نړيوالې تقاضاوې کمې کړې دي.
راپور کې راغلي، اوپيک به د ۲۰۲۴م کال د نفتو نړيواله ورځنۍ تقاضا له ۲ ميليونو او ۳۰ زرو بيلرو څخه ۱ ميليون او ۹۳۰ زرو بيلرو ته راښکته کړي او عمومي اندازه به يې ۱۰۴ ميليونو بيلرو ته ورسوي.