د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په پنځلسمې نېټې د پاکستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسشمشر اصف علي زرداري سره ليدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو غږيدلي دي.
لي چيانګ له نوموړي سره په ليدنې کې ويلي، هېواد يې غواړي له پاکستان سره د لوړې کچې تګ راتګ زيات او د حکومتوالۍ د تجربو تبادلې پياوړې کړي او د مرکزي ګټو په چارو کې يو د بل ټينګ ملاتړ وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چين او پاکستان ستراتيژيک ارتباط نور هم ټينګ کړي، خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او کلتوري تګ راتګ پياوړی کړي او سيپېک یا د چين او پاکستان اقتصادي دهليز ته د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ د نمونوي پروژې په توګه پرمختګ ورکړي.
لي چيانګ زياته کړې، چين به له پاکستان سره د امنيت په برخه کې همغږي پياوړې کړي او له پاکستاني لوري یې غوښتي، چې په دغه هېواد کې د چيني وګړو، ارګانونو او پروژو امنيت تامين کړي.
ولسمشر اصف علي زرداري ويلي، د پاکستان او چين ترمنځ دوستي ټينګ تاريخي بنسټ لري او خپلمنځي اړيکو يې د پېچلي او بدلېدونکي نړيوال وضعيت سره سره سالم پرمختګ کړی او پر له پسې يې د نوي پړاو پر لوري ګامونه پورته کړي دي.
نوموړي ويلي، پاکستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او تايوان د چين د خاورې نه جلا کېدونکې برخه بولي او په خبره یې، پاکستان به له چين سره د مرکزي ګټو په چارو کې متقابل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکړي، د لوړې کچې تګ راتګ به ورسره وساتي، د چين او پاکستان اقتصادي دهليز ابادۍ ته به پرمختګ ورکړي، د سوداګرۍ، پانګونې، بنسټيزو تاسيساتو او کلتوري چارو په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ورسره پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.
زرداري ژمنه کړې، چې په پاکستان کې به د چيني اتباعو، سازمانونو او پروژو امنيت وساتي.