چيو شي مجلې د شي جین پينګ «د هنري چارو ناستې ته وينا» مقاله بيا خپره کړې
CGTN2024/10/16 10:10:56
شريکول:

د چين چيو شي مجلې د اکتوبر په ۱۶مې نېټې د دغه هېواد د دولت رئیس شي جين پينګ يوه ليکنه «د هنري چارو ناستې ته وينا»  بيا خپره کړې ده.

شي جين پينګ ياده وينا د ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد د هنري چارو يوې ناستې ته کړې وه او چيوشي مجلې همغه وخت د مقالې بڼه ورکړې وه.

نوموړي هنري سکټور او هنري چارې د ګوند او خلکو لپاره مهمې بللي او په خبره يې، هنر د عصري پرمختګ ډول او سورڼی غږوي، د عصر بڼه منعکسوي، د خلکو د دودونو لارښوونه کوي او د هېواد د پرمختيايي هدفونو او بيا سمسورتيا لپاره بې بديله رول لوبوي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې د هېواد له هنرمندانو څخه غوښتنه کړې، چې د هنر موقف او رول او خپل مسئوليتونه سم درک کړي او لازيات غوره هنري اثار وپنځوي او په دې سره، د ملت د ښه راتلونکي لپاره د خلکو په تشويقولو او د ځواکونو په راټولولو کې مرسته وکړي.