د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي د اکتوبر په ۱۵مې نېټې د دغه هېواد په پلازمېنې قاهرې کې د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان سره لیدلي او پر خپلمنځي اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د شخړو د کمولو او د ښکېلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده.
د مصر ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ويلي، چې دواړو مشرانو په همدې ورځ د سیمه ییزو حالاتو په اړه او په ځانګړې توګه د غزې او لبنان پر حالاتو خبرې کړې دي.
دوی د شخړو د ښکېلو خواوو ترمنځ اوربند د سیمې د سولې او امنیت لپاره یوازینۍ لاره بللې او د نړیوالو مشروع پرېکړو په رڼا کې يې د يوه خپلواک فلسطین ملاتړ کړی دی.
عبدالفتاح السيسي او محمد بن سلمان بیا تکرار کړې، چې اسرائيلي ځواکونه باید د لبنان حاکمیت، امنیت، ثبات او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او په غزې او لبنان کې د مخ په خرابېدونکي بشري وضعیت د هوارۍ لپاره یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
دوی د شخړو له ښکېلو خواوو د داسې کړنو د مخنيوي غوښتنه کړې، چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل ګرځي.