د چين صدراعظم لي چيانګ د اکتوبر په شپاړسمې نېټې د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د صدراعظمانو شورا د درويشتمې غونډې په څنډه کې د روسيې له صدراعظم ميخايل ولاديمیرويچ ميشوستين او د مغولستان له صدراعظم لوانامسرای اويون ايرديني سره د درېواړو هېوادونو د صدراعظمانو غونډه ترسره کړې ده.
لي چيانګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، د چين، روسيې او مغولستان ترمنځ همکاريو د درېواړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې سالم پرمختګ کړی او د دريو خواوو له ګډو هيلو او د زمانې له جريان سره سمون لري.
نوموړي ويلي، هېواد به یې له روسيې او مغولستان سره متقابل باور، همغږي او خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي او د درېواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوي.
ميشوستين او اويون ايرديني د مغولستان، چين او روسيې د همکاريو په اړه رضايت ښودلی او ويلي يې دي، چې په مختلفو ساحو کې د دريواړو هېوادونو تګ راتګ او ډيالوګونه پياوړي شوي او دغه چاره يې د درېيو هېوادونو او د سيمه ييز ثبات او پرمختګ لپاره ګټوره او د پرمختګ په حال کې بللې ده.