د ايران بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په پنځلسمې نېټې په دغه هېواد کې د اروپايي ټولنې د نوبتي رئيس هېواد هنګري سفير احضار کړی او د دغې ټولنې د نوي پړاو بنديزونو په تړاو یې ورته احتجاج څرګند کړی دی.
د ايران بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې پر ايران يې د اروپايي ټولنې بنديزونه ((غير قانوني او جبري لارې))،(( د نه منلو وړ)) او (( غير اغېزمن )) بللي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې کې، چې د اکتوبر په څوارلسمې نېټې ترسره شوه، يو پرېکړه ليک تصويب کړی او د ايران پر اوو شخصيتونو او اوو ارګانونو يې بنديزونه لګولي دي او لامل يې دا ښودلی، چې ايران د روسيې لپاره توغندي او ډرونونه برابر کړي دي.
د ايران بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې ياد تورونه رد کړي او د اروپايي ټولنې ياد بنديزونه يې بې ځايه، بې بنسټه او له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې بللي دي.